د سلطان محمود غزنوي په اړه د پاکستان د دفاع د وزیر څرګندونې د تاسف وړ دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال د پاکستان د دفاع د وزیر د دې خبرې په غبرګون کې چې سلطان محمود غزنوي یو تاریخي اتل نه دی وویل: د پاکستان د دفاع د وزیر دغه څرګندونې د افسوس وړ دي.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې،  د افغانستان د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ (د مرغومی ۳ مه) وویل: د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف له یوه پاکستاني چینل سره په خبرو کې ويلي چې سلطان محمود غزنوي (رحمه الله علیه) هندوستان ته د لوټ تالان لپاره تګ او راتګ کاوه او ګواکي خواجه آصف سلطان محمود غزنوي کوم قهرمان نه مني.

 هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د خواجه آصف دغه بې مسئولیته خبرې په کلکه ردوي او دا له تاریخي واقعیتونو څخه د خواجه آصف ناخبري بولي.

فطرت وویل: تاریخ شاهد دی چې سلطان محمود غزنوي رحمة الله علیه هرځل د مظلومو ولسونو خصوصا د مسلمانانو د نجات او آزادۍ لپاره هند او نورو سیمو ته تللی و او غزنوي رحمة الله علیه د ټول مسلمة امت لپاره یو افتخار دی.

ده زياته کړه له بده مرغه چې د پاکستان د دفاع د وزیر په کچه یو سړی له حقایقو دومره ناخبره دی.

 د فطرت په وینا، یو پاکستانی مسئول په داسې حال کې د سلطان محمود غزنوي په اړه ګستاخانه څرګندونې کوي چې د همدې هېواد په دفاعي میزائیلو باندې د محمود غزنوي نوم ايښودل شوی.

فطرت تأکید وکړ اګرکه سلطان محمود غزنوي په اصل کې یو مسلمان افغان وو خو د سیمې د ټولو مظلومو او تر ګواښ لاندې ولسونو سره یې د خپل ایماني مسؤليت له مخې همکاري او همدردي درلوده او د هغوی د سر او مال څخه دفاع یې خپل فرض ګڼل، هغه څه چې نن سبا یې خواجه آصف او ورته نور خلک هيڅ تصور هم نشي کولای.

 د ایرنا په وینا، سلطان محمود د غزنویانو د کورنۍ لومړنی واکمن او ستر شخصیت و، هغه د خپل جنګیالی او جرعت او د اسلام په تاریخ کې د فتوحاتو د زیاتوالي او د دربار د عظمت له امله مشهور دی، په ځانګړې توګه په هند کې د ده فتوحات او غنیمتونه راوړل.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .